سبا به له کابل څخه قزاقستان ته د هوایي دهلیز له لارې سوداګریز توکي واستول شي

(Last Updated On: فبروري 22, 2018)

ټاکل شوې، چې سبا د جمعې پر ورځ( د کب ۴) د هوايي دهلیز له لارې له کابل څخه قزاقستان ته لومړنۍ سوداګریزه الوتنه ترسره او په کې څلور اعشاریه شپږ ټنه توکي دغه هېواد ته واستول شي.

د ولسمشرۍ د مالي چارو او اړیکو مسوول سمیررسا وايي، چې قزاقستان ته به په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا څلور اعشاریه ۶ ټنه وچه میوه او بوټي واستول شي.

د نوموړي په وینا؛ له هند وروسته دا ځل افغانستان خپل محصولات او سوداګریز توکي د هوايي دهلیز له لارې قزاقستان ته لیږدوي.

دغه را ښاغلی سمیر رسا خبرورکوي، چې د پانګوالو د هڅونې او پانګونې لپاره د زمینې د برابرولو لپاره مو د باریک آب صنعتي پارک جوړ کړی او ډېر ژر به یې پر پانګوالو ووېشي.

که څه هم په صنعتي پارکونو کې د برښنا کمی اوس هم شته؛ خو چارواکي وايي، چې د برښنایي ستونزې د حل لپاره له څلور خصوصي شرکتونو سره تړون لاسلیک شوی، چې یو سل و اویا میګاوات برښنا به تولید کړي.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …