د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین اندېښنه ښيي، چې هر کال د کانونو د استخراج له درکه سخت دریځې ډلې په میلیونونو دالره تر لاسه کوي.
د افغانستان د شفافیت بنسټ رييس سید اکرام افضلي وایي؛ پر نشه يي توکو سربېره د کانونو استخراج هغه سرچینه ده، چې وسلوال مخالفین او سخت دریځې ډلې ورڅخه ډېرې پيسې ترلاسه کوي او زیاتره افغان چارواکي د کانونو تړونونه خپلو خپلوانو ته ورکوي او له همدې لارې هر کال میلیونونه دالر سخت دریځي ډلې تر لاسه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان هم مني؛ زیاتره تړونونه د واسطې او حکومتي نفوذ له مخې لاسلیک شوي او کمزروی مدیریت د دې لامل شوی، چې زورواکي نور هم زړور شي.
د افغانستان د کانونو ارزښت درې تریلیون دالره اټکل شوی دی.
کارپوهان وايي، که د افغانستان له کانونو د وسلوالو طالبانو او داعش لاسونه لنډ نه شي؛ په راتلونکې کې به افغانستان له نوي تاوتریخوالي سره مخ شي.
خبریال: فواد ناصری