تر کمنستان ته د رسیدلي پلاوي ترمنځ اته تړونونه لاسلیک شول

(Last Updated On: جولای 4, 2017)

تر کمنستان ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اته تړونونه لاسلیک شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د مالیې او اقتصاد له وزیرانو سره یو ځای ترکمنستان ته ولاړ. په دغه سفر کې چارواکو د کانونو، اوسپنې پټلۍ او نورو اقتصادي همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، چې د دغو تړونونو له لاسلیک کیدو سره به د افغانستان اقتصادي کلابندي نوره هم ماته شي.

اقتصادي کارپوه او د پوهنتون استاد سید مسعود وايي، چې له مرکزي آسیا سره د افغانستان سوداګري به  په یو شمېر ځتنګړیوهېوادونو کې د افغانستان سوداګریزه تیکه راکمه کړي.

افغانستان له ترکمنستان سره په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې له دې مخکې هم څو تړونونه لاسلیک کړي؛ د ټاپي پروژې، د لاجوردو لارې جوړلو او د اقینې بندر فعالولو تړنونه تېرکال له دغه هېواد سره لاسلیک شوي دي.

 

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …