عاجل خبرونه

آمو سیند هر کال د افغانستان د خاورې زرګونه هکتاره ځمکه وړې

(Last Updated On: May 23, 2019)

د بدخشان په شنغنان ولسوالۍ کې آمو سیند هر کال د افغانستان د خاورې زرګونه هکتاره ځمکه وړي او ډېره برخه یې د ګاونډ هېوادونو له خاورې سره نښلولې.

ساختماني انجینر داد خدا وایي؛ د انجنیرۍ او تخنیک له اړخه د اوبو فشار، سرعت او د اوبو وزن هغه درې لاملونه دي، چې عمودي دیوالونه چپه کوي.

د شغنان سیمه ییزې ادارې ویلي، د هغو بندونو او تحکیماتو جوړیدو ته اړتیا ده، چې وکړای شي د آمو سیند د تخریب مخه ونیسي.

د شغنان ولسوال میرزا ګل پیمان وایي، د آمو په غاړو کې پلې شوې پروژې نامعیاري وې او په لنډ وخت کې له منځه تللې دي او زمونږ وړاندیزونو ته پاملرنه نه کیږي.

د دې سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي ادعا کوي، چې آمو سیند یې هر کال سلګونه جریبه ځمکه او لسګونه کورونه تخریبوي.

د شغنان د روشان کلي اوسیدونکی بای محمد وایي؛ دولت اړ دی، چې له یوې خوا خلک له زیانونو وژغوري او له بلې خوا د جغرافیاوي زیان او تخریب مخنیوی وکړي. دولت باید ځواکمنې استنادی هڅې تر سره کړي.

د شغنان د روشان کلي یو بل اوسیدونکی رحمان نظر وایي؛ دغه سیند ته هیڅ پاملرنه نده شوې او هرکال اوبه ځمکه وړي. حکومت د ډاډ وړ استنادي دیوالونه نه دي جوړ کړي.

شغنان د افغانستان غرنۍ سیمه ده، چې لږه کرنیزه ځمکه لري او د دې ځمکې یوې برخې ته آمو سیند الله پاک بلا ګرزولی دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …