عاجل خبرونه

د ټولو مشروع لارو په کارولو به د رایو د بیاشمېرنې مخه نیسو- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: November 17, 2019)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبد الله عبدالله ګواښ کړی، چې د (ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله) له هرې قانوني لارې ګټه پورته کوي او د رایو د بیا شمېرنې مخه به ونیسي.

هغه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دولت جوړوونکې ډلې پر ملاتړ تورنوي او له کمیسیون څخه یې وغوښتل، چې له بیا شمېرنې مخکې باید د درې سوه زره اختلافي رایو په اړه د ثبات او همپالنې له ډلې سره هوکړې ته ورسیږي.

داسې ښکاري، چې د شکمنو محلونو د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو ډلو د تخنیکي استازیو خبرې بې پایلې شوې دي.

د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدلله خبرداری ورکړ، چې د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه د ده په وینا بحران ته لاره اواروي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ ۱۳۷ زره بې بایو متریک رایې او له ۱۰۲ زره ډېرې له وخت مخکې رایې د منلو وړ کړي دي.

عبدالله عبدالله په کندوز کې د خپل یو څارونکي د وژل کیدو په اړه ګواښ کړی او وایي، چې: شرم دې هغه ولسمشر ته، چې یو ځل د درغليو له مخې پر ګدۍ کښیناست او نن د همغه واک تر چتر لاندې ځان اعلی سر قومندان بولي؛ خو یو څارونکی د حق او د غیر قانوني کړنو د مخنیوی لپاره په کې وژل کیږي.  

دغه راز د  ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا او د (امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې) هم د رایو د بیا شمېیرنې بهیر تحریم کړی او دا چاره یې تلقبي رایو ته د قانوني بڼې ورکولو هڅه بللې ده.

د امنیت او عدالت ډلې ویاند عارف کیاني ویلي، چې د رایو بیا شمېرنه د جعلي رایو قانوني کول دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسوول نعیم اصغري ویلي، چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون پروګرام ټاکنیزو شریکانو ته له قناعت پرته روان وساتل شي؛ له ټاکنیز بحران سره به مخ شو.  

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په ډاګه کړې، چې په کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پر وړاندې پر خلکو او لاریونوالو ډزې او مرګ و ژبله اړول د اندېښې وړ دي؛ ځکه د سیاسي او شخصي موخو لپاره امنیتي ځواکونه کارول ولس ته د منلو ندي.

د رایو بیا شمېرنه که څه د کمیسیون لخوا پیل اعلان شوې؛ خو په ځينو ولایتونو کې اوس هم د ځينو ټاکنیزو ډلو د پلویانو لخوا له مخالفتونو سره مل ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغانستان د سولې له هوکړې سره سم نږدې ۸ میلیارد دالرو ته اړتیا لري- نړیوال بانک

(Last Updated On: December 6, 2019)نړیوال بانک پخپل یو تازه راپور کې په ډاګه کړې؛ …