عاجل خبرونه

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کي پر سرحدي سرتېرو بمبارد شوی

(Last Updated On: جون 10, 2017)

د هلمند  والي ویاند عمر ځواک وایي، چي تېره شپه په نادعلي ولسوالی کي د طالبانو پر پټنځایونو توغندیز بریدونه او چاپه وهل شوې، چي د بهرنیو ځواکونو هوایي ځواک یې ملګرتیا کوله.

د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي؛ خو دا، چي په هوایي برید کي امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې او کنه د دې لپاره پلاوی ټاکل شوی، چي دغه موضوع وڅېړي .

یوه امنیتی باوري سرچینه بیا وایي، چي تېره شپه د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکو پر سرحدي سرتېرو د نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سیمه کې بمبارد کړی، چي ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي؛ خو د والي ویاند دومره زیاته مرګ و ژوبله ردوي.

وسلوالو طالبانو هم د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترځ کي افغان سرتېرو ته د درندې مرګ وژوبلي ادعا کړې  او ویلي یې دي، چي په پدې بمبارد کې طالبانو ته هیڅ زیان ندی اوښتی.

امریکایي ځواکونو پر سرحدي ځواکونو بمبارد تائید کړی؛ خو د مرګ و ژوبلې د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

 د افغانستان دفاع وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …