عاجل خبرونه

د هلمند د برښنا په پروژه کې ۴۵ میلیون دالر فساد شوی

(Last Updated On: March 25, 2019)

په هلمند کي  مدني فعالان وايي؛ د برښنا په هغه پروژه کې پراخ فساد شوى، چي له کجکي ولسوالۍ څخه د ۴۵ میلیون امریکایې دالرو پر ارزښت د نويو ستنو اومزیو لپاره پيل شوې وه.

مدني مخکښ عبدالخالق ځواکمن وایي، چې دغه مزي د اوسنۍ برښنا د لیږد وړتیا نلري.

دوی ګواښ کوي؛ که په روانه یوه میاشت کې د تړون له مخې مزي تېر نشي؛ ستنې به ړنګې او مزي به وشلول شي.

مدني مخکښ عبدالولي پتیال وایي؛ په دې پروژه کې داسي مزي کارول شوي، چې د برښنا د لیږد وړتیا نلري.

د هلمند والي محمد ياسين خان د مدني فعالانو اعتراض مني او وايي، چې په یاده پروژه کې د تړون له مخې کارندی شوی؛ نو، ځکه یې د پروژې د پرانيستلو مخالفت کړی دی.

د هلمند والي هم وايي، چي د بې کيفيته کار له کبله يې اوس پر  دغو ستنو او مزيو د برښنا د لیږد پروژه درولې او دمګړۍ پر پخوانیو مزو هلمند او کندهارته برښنا لیږدول شوې ده.

په دې ولايت کي د برښنا شرکت مسوولين هم مني، چې یاد مزي د برښنا د لیږد وړتیا نلري او دوى به ترهغه وخته په پخواني مزو کي برښنا لیږدوي، چې دغه پروژه سمه تر سره شي.

د یادونې ده، چې په دې اړه د پروژې پلي کوونکي شرکت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Avatar

Check Also

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرې پیل شي

(Last Updated On: June 15, 2019)ټاکل شوې، چې ډېر ژر د قطر په  پلازمېنه دوحه …