عاجل خبرونه

د هلمندي ځوانانو د سولې پلی کاروان د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی

(Last Updated On: May 22, 2018 3:01 pm)

د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي خوزښت کاروان له کندهار ښار څخه د زابل لوري ته پلی تګ پیل کړی، چي دا مهال د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلي دي.

له هلمنده اووه کسانو د کابل پر لوري پلی تګ پیل کړ او غوښتنه يي کوله، چې د جګړې ښکېلي خواوې اوربند اعلان کړي او د سولې پیغام ورسوي.

د سولې دغه کاروان له کندهار ښار څخه وتلی  او د زابل ولایت لوري ته يي حرکت پیل کړی دی.

اعتراض کوونکی اقبال خیبرڅرګنده کړې، چې له دې کاروان سره د کندهار ولایت یو شمېر ځوانان هم یوځای شوي او د سولي پیغام لیږدوي؛ دوی به تر کابل پورې پلى مزل کوي، چې په جګړه کي ښکېلې غاړې سولې ته چمتو کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې اوس د دې کاروان شمېر ۱۵ کسانو ته رسیدلي او څوک، چې خبریږي له مونږ سره یوځای کیږي.

اعتراض کوونکی بشیر احمد وایي، چې د سولي دغه کاروان د لارې پر سر پرتو کلیو ته هم  ورځي او له کلیوالو اوسیدونکیو سره د سولي په اړه خبري اترې کوي او د کلیو اوسیدونکي هم د دغه کاروان ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: دایو نه دریدونکی حرکت دی او ان شاالله خپل منزل او موخې ته به رسیږي.

بهلول نومی اعتراض کوونکی دغه حرکت ډاډه کړی او وایي: پخپل حرکت باور لري، چي ښه پایله به ولري او نور خلک به هم ترې الهام واخلي.

د هلمند د سولې ولسي حرکت کاروان له دوه شپو وروسته د زابل شهر صفا ولسوالۍ ته رسيدلی، چي له دغه ولایته به بيا د کابل پر لور د اوږده مزل چمتوالى نيسي.

خبریال: بريالی رحيمي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …