د نوملیکنې په ۲۰ ورځو کې له یو میلیون ډېرو کسانو نومونه لیکلي

(Last Updated On: May 28, 2018 2:41 pm)

د غویی پر دوه یمه د کابل په لویدیځ کې داعش د نوملیکنې پر یوه مرکز خونړی برید وکړ او خلکو ته یې وېره پیدا کړه، چې لږ شمېر خلک په ټاکنو کې د ګډ‌ون لپاره نوم ولیکي.

په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر غړي له بهره راغلي، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړي.

د ثور پر دوه یمه د وژل شوي سړي د کورنۍ غړی یاسر، چې ۲۰ زره دالر یې لګولي وایي: که زه وپوهیدم، چې زما لګښت د هېواد پر برخلیک لږ اغېز هم لري؛ نو له دې ډېرې به ولګوم.

د ثور پر دوه یمه د وژل شوي سړي د کورنۍ غړی ولي احمد وایي: که غواړئ ټپي شوې دیموکراسي بیا ورغوئ؛ نو ولاړ شئ او رایې ورکړئ.

د ټاکنو کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د درې اوونیو په لړ کې ۱۰۶۸۴۷۸ کسانو نوملیکنه کړې، چې۷۷۸۷۴ یې نرینه  او ۲۶۶۹۲۷ ښځینه دي، ۲۲۷۲۷ کوچیانو او څلوېښت هندوانو نومونه لیکلي دي.

په کابل کې ۳۷۷ زره کسانو او په نورستان کې څوارلس سوه کسانو نومونه لیکلي، چې کابل یې په سر کې او نورستان د لیست په پای کې ځای لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ویلي، چې د نوملیکنې بهیر د قناعت وړ دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن وایي: په لومړیو کې ګومان دا و، چې د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه وه؛ خو اوس څه نا څه وضعیت ښه شوی، د پوهاوي کچه لوړه شوې او مونږ هیله من یو، چې ډېر هېوادوال به مو په دې بهیر کې ګډون وکړي.

د نوملیکنې د مرکزونو کارکوونکي له خلکو غواړي، چې له اصلي تذکرو سره د نوملیکنې مرکزونو ته ورشي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړي.

د نوملیکنې د مرکز مامور غلام حسین وایي: مونږ دلته داسې خلک هم وینو، چې د سرتېري کارت ورسره دی او یا د تذکرې کاپي لري؛ دا کار باید ونکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جاوید نومي سرتېري ویلي: له ډېرو سرتېرو سره اصلي تذکرې نشته؛ ځکه اړوند ادارو ترې ستنې کړې دي. حکومت باید دغې ستونزې ته د حل لار پیداکړي.

ورزش کار بلال وایي: په دې ملي بهیر کې ګډون وکړئ او افغانستان جوړ کړئ.

ورزش کار همایون وایي: خلک دې راشي په ټاکنو کې دې برخه واخلي او خپل برخلیک دې پخپله وټاکي.

د مهالوېش له مخې؛ په مرکزونو کې د نوملیکنې بهیر د غويی(ثور) پر دوه ویشتمه پای ته رسیږي او بیا ولسوالیو ته غزول کیږي. کمیسیون وايي، چې ښايي د نوملیکنې پروسه وغزیږي؛ خو د ټاکنو په نېټه کې به بدلون نه راځي.

علی اصغري

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …