عاجل خبرونه

د هلمند د سنګین ولسوالۍ له بازاره امنیتي ځواکونه وتلي

(Last Updated On: مارچ 25, 2017)

1

امنیتي ځواکونو د هلمند د سنګین ولسوالۍ  او امنیه قومندانۍ ودانۍ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پریښي او د شکرشیله په سیمه کې، چې د سنګین له بازاره دوه کیلو متره لیرې پرته ده، ځای پر ځای شوي دي.

د هلمند ولایتي شورا غړی بشر احمد شاکر زیاتوي، افغان امنیتي ځواکونه په الوتکو کې لیږدول شوي؛  زاړه او له کاره لویدلي وسایط هم بمبارد شوي دي.

د ولایتي چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونه؛ ځکه پر شا شوي، چې ملکي تلفات وانوړي.

د هلمند والي ویاند  عمر ځواک وایي؛ طالبانو د خلکو کورونه د سنګر په توګه کارول او پر دولتي ودانیو یې بریدونه کول. په اړوند سیمه کې امنیتي ځواکونو د نړیوالو ملاتړ کوونکیو پر مرسته بمبارد کاوه، چې ملکیانو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اوښتل.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری مخکې ویلي وه، چې په یو لړ عملیاتو کې یې سنګین ولسوالۍ د وسلوالو له شتون پاکه کړې ده.

طالبان وایي، چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی تر کنترول لاندې ده، خو امنیتي ځواکونه د هغوي دا ادعاوې ردوي.

سنګین د جګړې د ښکېلو خواوو مرګونې سیمه ده، دغلته د جګړې دواړو خواوو ډېر تلفات ورکړي دي او دغه ولسوالۍ  وخت ناوخته د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس کیږي.

خبریال: احمد فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …