د هلمند د طالبانو په ماين جوړونې فابريكه کې چاودنه شوې

(Last Updated On: August 28, 2017 1:56 pm)

امنيتي چارواكي وايي، د هلمند ولايت په ګرمسیر ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د ماين جوړونې فابريكه د ماين چاودنه ښکار شوې ده.

د هلمند د امنيه قواندانۍ وياند دوه یم څارن عبدالسلام افغان وایي, دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د ګرمسیر ولسوالۍ په ماجتك سيمه كې رامنځته شوې، چې په کې د محبوب نومي يو قومندان په ګډون پېنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …