عاجل خبرونه

د هلمند پخوانی امنیه قومندان په درې کاله بند محکوم شو

(Last Updated On: اګست 12, 2017)

د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستو په تور په درې کاله بند محکوم شو.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایی مرکز ګمارل شوی څارنوال مجیب الرحمان ادیب وایي، لومړنۍ محکمې د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ له دندې د ناوړه ګټې اخیستو،  د افرادو په ناقانون ډول خوشې کولو او د یوه کرولا موتر په اختلاس کې په درې کلونو بند محکوم کړ.

د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ دغه تورونه نه مني او څرګندوي، چې په اړوند پېښو کې لاس نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالرحمان سرجنګ په هلمند کې د پېنځه میاشتو لپاره د امنیه قومندان په توګه دنده اجرا کړې، چې په همدې موده کې پرې دغه تورونه لګیدلي دي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …