د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون لومړنی پړاو پیل کړ

(Last Updated On: February 25, 2017 5:11 pm)

vlcsnap-2017-02-25-17h07m46s5

د ولسي تړون پروګرام، د ملي پیوستون پروګرام ځایناستی شو او په لس کلونو کې به ترسره شي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، د ولسي تړون لومړنی پړاو به په څلور کلونو کې ترسره شي. د دې پروګرام لکښت یو میلیارد دالر دی، چې د نړیوال بانک، مرستندویه هېوادونو او حکومت لخوا ورکول کیږي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر څرګندوي، چې په لومړي پړاو کې به د ولسي تړون پروګرام په ۱۱۷ ولسوالیو او دولس زره کلیو کې ترسره شي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر په ډاګه کړې، چې د ملي پیوستون پروګرام په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوی و او د شنبې په ورځ( د کب په ۷ کال ۱۳۹۵) پای ته ورسید.

دغه پروګرام یو نیم میلیارد دالر لګښت درلود، چې شپږ اتیا زره پروژې د سړکونو د جوړولو، پلونو او پلګوټو، څښاک اوبو، برښنا رسولو، د ښوونځیو او کلینکونو د جوړولو په برخه کې پلې شوې.

د نړیوال بانک مسوولین د افغانستان له پراختیایي پروګرامونو ملاتړ کوي او وایي، د ولسي تړون پروګرام ملاتړي دي.

د نړیوال بانک عملیاتي رییس ستیف ندیک وا ویلي، چې مونږ خپله ژمنه د نړیوال بانک د همکاریو د دوام په تړاو د ولسي تړون د پروګرام د پلي کولو د څرنګوالي په اړه او د افغان حکومت د نورو پروګرامونو په تړاو نوې کوو.

د ولسي تړون پروګرام یو بین الوزراتي پروګرام دی، چې په کې خلکو او پراختیایي شوراګانو ته ډېر فرصت ورکول کیږي، چې د پروګرامونو په ترسره کولو او پلي کولو کې مرکزي رول ولري.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …