د کلیو پراختیا وزارت د دوه پنځوس پرمختايي پروژو چارې پیل کړې

(Last Updated On: مې 30, 2017)

د افغانستان په شپاړس ولایتونو کې د دوه پنځوس پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې، یو سلو اته نوي میلیون افغانۍ لګښت پرې اټکل شوی، چې د آسیا د پرمختیايي بانک لخوا تمولیږي او لس په سلو کې د سیمې وګړي په کې ونډه واخلي.

د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر نصیر احمد درانی وایي،د پلونو، پلچکونو،  سړکونو او کانکریتي دیوالونو جوړول د اوبو په مدیریت او د کرنې په وده او پراختیا کې اغېزمن کار دی.  

د اپراختیایي پروژو د شوراګانو غړي کرنیزې او ټولنیزې پروژې اړینې ګڼي.

د لوګر ولایت د پراختیایي شورا غړی بلال وایي، مونږ غواړو دغه راز پروژ ډېرې او د خلکو ستونزې حل شي.

د بغلان ولایت د پراختیایي پروژې غړی عبدالبصیر وایي، دغه پروژې د اوبو د بې ځایه لګولو مخه نیسي او څوک ، چې بیکاره دي د کار زمینه ورته برابره کیږي.

په تېرو دوه کلونو کې له ۷۰۰ ډېرې پروژې د درې میلیاردو نهه سوه میلیون افغانانیو پر لګښت پلې شوې دي.

د یاد وزارت چارواکي د کارونو له رڼښت ډاډ ورکوي او په اړوند برخه کې د خلکو د رښتینو هڅو او څارنې غوښتونکي دي. 

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …