عاجل خبرونه

د کلیوالي سړکونو د جوړولو لپاره ۷۰ میلیون دالر ځانګړي شوي

(Last Updated On: April 01, 2017 5:52 pm)

akbar-rustami

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو لپاره اویا میلیون دالر ځانګړي کړي دي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند څرګنده کړې؛ په پام کې ده، چې د هېواد په ۳۴ هېوادونو کې ۷۰۵ کیلو متره سرکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ په ټول هېواد کې ۱۶۹۱ متره پلونه هم جوړیږي او پر دغو پروژو ۷۰ میلیون دالر لګښت راځي، چې د حکومت او نړیوال بانک لخوا برابریږي.   

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه سړکونه د بېلابېلو ولسوالیو سړکونه  د هېواد له مرکزونو او ولسوالیو سره نښلوي او د کلیوالي سیمو د اقتصادي ودې لپاره مهم بلل کیږي.

نوموړی زیاتوي، موخه مو له لویو لارو سره د کلیوالي سیمو نښلول دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري د کلیوالي لارو پراختیا د کرنیزو محصولاتو د انتقال لپاره مهم بول او وایي، چې کلي او ښارونه نښلول په هېواد کې وده او پراختیا رامنځته کوي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت تېر کال  څه باندې څلور سوه کیلو متره کلیوالي سړکونه جوړ کړل او د هېواد ګوټ ګوټ ته یې له زر مترو  ډېر پلونه هم جوړ کړل او په پام کې ده، چې سږ کال هم دغه پروژې دوه برابره کړي.

خبریاله لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …