عاجل خبرونه

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: July 5, 2019)

امنیتي چارواکو ویلي، چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د بېنِګاه په سيمه کې د جلال آباد ښار د اتمې امنيتي حوزې د ملي امنيت د مدير نورعباس پاچا پر هایلکس ډوله موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د ملي امنيت مسوولين چاودنه تائيدوي او وایي، چې په چاودنه کې مدير پاچا او د هغه موتر چلوونکى وژل شوي او د دوه ساتوونکيو په ګډون لس کسان ټپي دي.

دغه راز په کامه ولسوالۍ کې پر یوه پرونر موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې درې کسان په کې ټپیان دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان او د ننګرهار د سيمه یيز روغتون مسوولين وايي، چې د پېښې له ځاى څخه ورته دوه د سرتېرو مړي او ۱۰ ټپيان وروړل شوي، چې د درې کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د روغتیایي مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په  ټپيانو کې دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي دي.

تراوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه ندى اخیستى.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …