Connect with us

تازه خبرونه

د ننګرهار عطر کانادا، آلمان او فرانسې ته صادریږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ننګرهار ولایت کې د ګلاب عطر تولیدونکیو ویلي؛ سره لدې،  چې د کرنې وزارت همکاري نده کړې، خو بیا هم بریالي شوي، چې بهرنیو هېوادونو ته خپل تولیدات صادر کړي.

د هېواد په ختیځ ننګرهار کې یوه پانګوال د ګلاب عطر د تولیدولو لپاره پانګونه کړې، چې تولیدات يې د نړۍ د ښکلا او خوش بويي د تولید معتبرو شرکتونوته صادریږي.

د ګلاب عطر صادروونکی ټینګار کوي، چې پېرودونکي یې مخ پر زیاتیدا دي.

د ګلاب عطر تولیدوونکي شرکت مرستیال اختر محمد وایي: زمونږ ګلاب او نارنج نه یوازې ښه بوي لري، بلکې د مخ د پوستکي د تازه والي او ګنځو په لمنځه وړلو کې هم خورا ګټور دي؛ ځکه عطر مو طبیعي دي.

د دغې خصوصي کمپنۍ  مسوولینو ويلي، چې د هېواد په ختیځ کې مو په سلګونه بزکرو ته د ګلاب، سنځلې، نارنج  د ګلونو د راټولولو او کښت په برخه کې روزنه ورکړې او په سلګونه زره جریبه ځمکه کې د بېلابېلو ګلانو کښت دود شوی دی.

دوی زیاته کړې؛ د کرنې وزارت، چې پراخ امکانات په واک کې لري له دوی سره یې په دې برخه کې هیڅ همکاري نده کړې.

د عطرونو د تولیدوونکي شرکت مرستیال اختر محمد وایي: مونږ په ځلونو له کرنې وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې؛ خو د دغه وزارت رهبرۍ لیوالتیا نلري. که حکومت همکاري وکړي په سلګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کرنې وزارت باید هغه سکتورو نه غښتلي کړي، چې په هېواد کې د شغل د رامنځته کولو ویاړ ور په برخه دی.

دوی زیاتوي، چې په هېواد کې د ګلونو د کښت او روزني په برخه کې د لوړ ظرفیت لرونکي یو.

د اقتصادي چارو کارپوه صیام پسرلی وایي، د عطرونو او زینتي توکو د وارداتو لپاره سلګونه میلیون دالر له هېواد وځې. حکومت باید ملي تولیداتو ته پاملرنه ډېره کړي.

د یادونې وړده ،چې د عطرونو د تولید دغه خصوصي شرکت په ۲۰۰۳ کال کې  تولیدي هڅې پیل کړي او د دوی د څرګندونو له مخې تر دې دمه بریالي شوي، چې په نړیوال مارکیت کې د ترکیې، مراکش او بلغاریه ګلابو ته ماته ورکړي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!