د لوګر په ۴ ولسوالیو کې د خلکو قضایي ستونزې طالبان حلوي

(Last Updated On: January 27, 2019)

د لوګر ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت په څلور ولسوالیو کې د قضايي ادارو د نشتوالي له کبله خلک خپلې ستونزې پر وسلوالو طالبانو حلوي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصرغیرت وایي؛ د څلور ولسوالیو عدلي او قضايي ادارې په مرکز پل علم کې فعالیت کوي او له همدې کبله خلک خپلې حقوقي ستونزې او مسایل پر وسلوالو طالبانو حلوي، ځکه په ولسواليو کې قضايي ادارې نشته او قضيو ته يې پر وخت لاس رسی هم نکېږي.

د شورا غړی محمد قسیم خوشیوال وایي؛ خوښۍ، څرخ، بره کي برک او خروار هغه ولسوالۍ دي، چې عدلي او قضايي ادارې په کې نشته او ډېري اوسیدونکي يې خپلې فیصلې طالبانو ته اوروي.

د لوګر والي محمد انور اسحاقزی هم په یو شمېر ولسوالیو کې د قضايي ادارو د نشتوالي خبره مني او وايي؛ له مسوولینو سره په دې اړه خبرې شوي او په ولسوالیو کې به عدلي او قضایي ادارې خپلې څانګې پرانیزي، چې ورسره به خلکو ته په ښه ‌‌ډول خدمات وړاندې او ستونزو ته يې پر وخت لاسرسی وشي.

د لوګر یو شمېر اوسیدونکي وايي؛ په عدلي او قضايي برخه کې فساد، قضيو ته پر وخت نه لاسرسی او په يو شمېر ولسواليو کې د عدلي او قضايي ادارو نشتوالی هغه څه دي، چې له کبله يې د لیرې پرتو سيمو اوسیدونکي خپلې مسئلې پر طالبانو حلوي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري- عمران خان

(Last Updated On: July 22, 2019)د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي؛ باور لري، چې …