عاجل خبرونه

د هېواد ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالیږي

(Last Updated On: December 16, 2018)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د کورنیو چارو له وزارت سره داسې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ټولې ترافیکي چارې پر پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر وايي، چې د دغې طرحې په عملي کیدو به د موترو د اسنادو پړاوونه آسانه او د بډو او رشوت مخه ونیول شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي ډاډ څرکندوي، چې د دغې تکنالوژۍ پر کارولو به اداري چارې لنډې، د فساد مخه ونیول شي او د ترافیکو عواید هم ورسره ډېریږي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګنده کړې، چې پر تکنالوژۍ د ترافیکي چارو سمبالیدل به له دوی سره مرسته وکړي، چې ټول موتر او  نقلیه وسایط تر بشپړ څار لاندې راشي او د بې اسنادو موتر د ګرځيدو مخه ورسره ونیول کیږي. دغه راز هغه موتر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک رالیږدول کیږي، د پولیسو تر څار لاندې راځي.

د ترافیکي چارو د سمون او اسنادو د پړاوونو د آسانه کولو دغه بهیر به لومړی په کابل کې پیل او بیا به پخپل وخت نورو ولایتونو ته وغزول شي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

(Last Updated On: October 20, 2019)ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې …