تازه خبرونه
د ننګرهار د سپين جومات د کار ۴۳ میلیون افغانۍ غلا شوي
په جلال آباد کې د شاهي ماڼۍ تر څنګ د سپين جومات د جوړولو په چارو کې دريڅلوېښت میلیون افغانۍ ورکې او د جومات د جوړلو قرارداد د بډو په بدل کې د اووه میلیونو دالرو پرځای په دولس میلیون شوی.
په جلال آباد کې د سپين جومات د جوړلو په چارو کې میلیونونه افغانۍ ورکې شوي، چې پر ډېره برخه یې د جومات امام تورن دی.
د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني وايي، شپږ کسان د جومات د جوړولو په چارو کې پر غلا تورن شوي، چې قضیې یې په څارنوالۍ کې دي.
سپين جومات شاوخوا پېنځه کاله وړاندې پخواني والي ګل اغاشیرزي د بیا جوړولو په نیت ونړاوه؛ هغه وخت سوداګرو ژمنه کړې وه، چې له تورخم څخه هر راوښتونکی موتر به جومات ته درې سوه افغانۍ ورکوي. د دې ترڅنګ نورې ګڼې مرستې هم له جومات سره شوي، چې له همدې پیسو ۴۳ میلیون افغانۍ ورکې دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی، اته سوه افغانۍ له بانک وتې، چې ۲۰ یا ۳۰ سلنه یې پر جومات لګیدلي او نورې پاتې یې افرادو غلا کړي دي.
د جومات د جوړولو قراردادي فضل واحد وايي ملا امام قاري میرزا ترابي او د اصنافو د اتحادیې مرستیال عزیزالرحمان عرب یونیم میلیون دالرغلا کړي.
مسوولینو سره د امام او داصنافو د مرستیال د درغلۍ ځینې اسناد شته؛ خو دواړه وايي، فساد یې نه دی کړی.
د جومات د بیا جوړولو ژمنه سوداګرو کړې وه؛ خو اوس ثابته شوې، چې پيسې د لویو موترو له چلوونکیو اخستل شوي.
موټر چلوونکي هم وايي، چې د جومات پیسې سوداګرو نه، بلکې دوی ورکړي دي.
د سوداګرۍ خونې سرپرست ګل مراد عرب بیا دا نه مني او وايي؛ د پیسو راټول هغه وخت بند شول چې غلا یې ومنده.
د جومات د زړو وسایلو او ورکو شاوخوا ۴۳ میلیونو افغانیو درک اوسهم نشته.
د ننګرهار والي ګلاب منګل د جومات په چاروکې د یاد پراخه فساد پخلی کوي او وايي، د ستونزې حل یې لانه دی مندلی.
دمګړۍ د جومات په بانکي حساب کې ۴۲میلیونه افغانۍ شته، خو د شوي فساد له امله یې کار په نیمه کې پاتې دي.
د یادونې وړده، چې آریانا نیوز له دې وړاندې هم درې ځله په دې اړه څېړنیز راپورونه خپاره او د چارواکو تر غوږونو رسولي؛ خو تر اوسه پورې د دې جومات د چارو بیا پیل او له غلو سره د حساب لپاره چا ټټر نه دی وهلی او نه یې چارواکي ځواب ویلی شي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه24 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ22 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی23 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري