عاجل خبرونه

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې چاودنې طالب قومندان وژلی

(Last Updated On: جولای 9, 2018)

د ننګرهار والي ویاند ویلي، نن سهار نهه بجې د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په نګړ خېل سیمه کې چاودنې یو طالب قومندان وژلی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي، دغه چاودیدونکي توکي د یوې هټۍ مخې ته ځای پرځای شوي وه، چې په کې ظابت خان نومی طالب قومندان مشهور په زرقاوي وژل شوی.

سرچینې زیاته کړې؛ په دې چاودنه کې یو ملکي وګړي هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …