عاجل خبرونه

د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب د طالبانو په کمین کې ووژل شو

(Last Updated On: اپریل 26, 2018)

د دوه سوه درې تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا د رسنیو مسوول احمد شکیل تسل آریانا نیوز ته وویل، چې پېښه نن له غرمې وروسته د محمدآغې ولسوالۍ د واغجان په بازا ر کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې په پېښه کې د والي ویاند سلیم صالح، د محکمې قاضي او د مرستیال والي څلور ساتونکي ټپیان شوي دي.

نوموړی له دې وړاندې په بادغیس ولایت کې د مرتیال والي په توګه دنده تر سره کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې لوګر ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې خلک له بېلابېلو امنیتی اندېښنو سره مخ دي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …