عاجل خبرونه

د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

(Last Updated On: April 23, 2018 4:49 pm)

سږکال د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې پر شاوخوا دولس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د کښت ډېرې سیمې د حکومت په ولکه کې نه دي.

 کروند ګر عتیق الرحمان وايي؛ د هوا له لارې مو پر کوکنارو زهري مواد شیندل شوي، چې له کبله یې د کوکنارو تر څنګ نور فصلونه هم زیامن او خلکو ته یې جلدي ناروغۍ پيدا کړې دي.

د آریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل، چې د کوکنارو پرکروندو ګرزیدلی وایي؛ د حکومت له همکارۍ پرته د کوکنارو سیمو ته ورتګ له خطر ډک کار دی، خو مونږ د قومي مخورو په همکارۍ او ډاډ بېلابېلو سیمو ته ولاړو. په ځينو سیمو کې د کوکنارو فصل ګل دی، خو په ځينو نورو کې ترې افین اخستل کېږي.

کروند ګر عزت الله وایي؛ له یوې نیمې لیسزې راپدیخوا حکومت د کوکنارو د کښت د مخنیوي پر نوم میلیونونه دالر لګووي، چې ډېر یې شخصي جیبونو کې اچول کېږي. 

کروند ګر نسیم ګل وایي؛ کوکنار د بچو د رزق لپاره له مجبوریته کرو.

سږکال د ننګرهارپه ډېرو سیمو کې د وچکالۍ له کبله د کوکنار فصل خراب شوی، په ځينو سیمو کې یې سخت مرض وکړ؛ خو هلته، چې افین ترلاسه شوی بیه یې د پخوا په پرتله ډېره ټيټه شوې ده.

د ننګرهار له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې مشر وايي، چې تر اوسه په ۱۳ ولسوالیو کې۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

د ننګرهار له نشه یي توکو سره د مبارزې رييس ښاغلی ادریس ساپی نه مني، چې حکومت دې د کوکنارو پر فصل زهري مواد شیندلي وي؛ خو دا تائیدوي، چې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي پر نوم ډېرې پيسې حیف میل شوي.

هغه زیاتوي،  کروندګر کوکنار له مجبوریته کري.

په ننګرهار کې ترټولو ډېر کوکنار د شینوارو او خوږیاڼيو په ولسوالیو کې کرل کېږي؛ خو سږ کال په  دره نورولسوالۍ کې هم کرل شوي، چې مخکې به په کې نه کرل کیده. د خوږیاڼيو په ولسوالیو کې سږکال کوکنار وچکالۍ او مرض خراب کړي.

د رسمي ارقامو له مخې تېرکال په ننګرهارکې ۳۶۵ متریک ټنه اپین تولید شوی و او د ټول هېواد په کچه ۶۵ میلیارد دالر له افغان اپینو څخه مافیا ترلاسه کړي وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …