د ننګرهار په مرکز کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: فبروري 20, 2018)

د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی زیاتوي، چې چاودنه د دوه یمې امنيتي حوزې اړوند د برښنا سب ستیشن ته نږدې د يوه هوتل په خونه کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو په ډاګه کړې، چې؛ چاودنه د ننګرهار ولايت د شېرزاد ولسوالۍ د ملکانو په دفتر کې د يوې غونډې پر مهال رامنځته شوې، چې درې تنه ملکان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

About Ariana News

Check Also

په واشنګتن کې د افغانستان د سولې په اړه مشورې کیږي

(Last Updated On: مارچ 21, 2019)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو …