د هېواد د ځمکې لاندې اوبه شل سلنه لږ شوې دي

(Last Updated On: January 13, 2018 6:15 pm)

د کابل اوبه دا مهال له دوه لویو ګواښونو سره مخ دي؛ د اوبو ککړتیا او د اوبو د سطحې ټیټوالی.

 د کابل د اوبو رسولو رییس د اوبو د سطحې د ټیټوالي علت د دغو اوبو ډېر کارول او د باران او واورې لږ ورېدل بولي.

د اوبو رسولو د شرکت لوی رییس حمیدالله یلاني وایي، د چټلو اوبو څاګانې کیندل شوي، چې دې هم اوبه ککړې کړي دي.

د اوبو د سطحې پر  ټیټید و او  ککړتیا  خلکو او عامې روغتیا وزارت اندېښنې څرګندې کړي دي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وایي، ککړې اوبه د انسان روغتیا ته یو ډېر ستر ګواښ دی، چې څښل یې د ساري ناروغیو لامل کیږي.          

د کابل اوسیدونکی پرویز وایي، د څښاک او تشنابونو څاه ګانې نږدې میندل شوي، چې ستر ګواښونه یې رامنځته کړي دي.            

د کابل اوسیدونکي حامد ویلي، چې د څښاک اوبه له ایشولو پرته څښل کیږي.           

د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو د سطحې د ټیټ والي له امله  د بدیلو لارو په لټه کې دی.

د کرنې وزیر نصیر احمددرانی وایي، د اوبو سطحه په ټوله نړۍ کې راټیټه شوې؛ خو مونږ اوس د داسې تخمونو د کرنې هڅه کوو، چې ډېرو اوبو ته اړتیا نلري.        

ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې د اوبو په حریم کې د روغتیایي مسایلو نه رعایت، په ځمکه کې د کثافاتو خښول، د ناقانونه چټلو اوبو د څاګانو کیندل، د اوبو رسولو د کانال نشتوالی او د اوبو ناسم مدیریت په کابل ښار کې د اوبو د چټلتیا عوامل دي.

خبریال: افسون محمدي

About Ariana News

Check Also

د فراه ولایت د امنیت آمر په ګډون ۱۱ سرتېري وژل شوی

(Last Updated On: January 21, 2018 7:27 pm) په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو …