د هېواد په سینماګانو کې د ( حوا، مریم او عایشې) فلم نندارې ته وړاندې کیږي

(Last Updated On: September 16, 2019)

په کابل پوهنتون کې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۲۴) د ( حوا، مریم او عایشې) فلم نندارې ته وړاندې شو.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې  دغه فلم سر له سبا(د وږي ۲۶) د هېواد په عمومي سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د میرمن صحرا کریمي لخوا جوړ شوی(حوا، مریم او عایشې) فلم د روان کال د سپتمبر پر ۶ د ایتالیا د (وینز) په نړیواله ننداره کې وښودل شو، چې د نړیوالو هنرمندانو په ځانګړي توګه د امریکایي هنرمندې انجیلاجولي لخوا وستایل شو.

د ( حوا، مریم او عایشې) دغه لومړنی افغان داستاني فلم دی، چې په پلار واکه افغان ټولنه کې د ښځو ژوند او  ورپېښې ننګونې یې انځوریزه کړې دي.   

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

(Last Updated On: October 17, 2019)د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو …