د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په کابل کې د ورزشکارانو ګډه ناسته ترسره شوه

(Last Updated On: August 22, 2019)

د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ په کابل کې د ورزشکارانو ګډه ناسته ترسره  شوه، چي په کې ورزشی بېلابېلې لوبې او حرکتونه پیل شول.

د پنجشنبې پر ورځ(د زمري ۳۱) په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ځانکړی مراسم جوړ شول، چی په کې له دوه زره ډېرو لوبغاړیو ګډون کړی وه.

د ورزش او بدني روزنې ریاست اداري او مالي مرستیال څرګنده کړې؛ دا غونډه د ورزش او بدنې روزنې په ریاست کې، چی د ۲۵۰۰ کسانو وړتیا لري جوړه او په کې بېلا بېل ورزشي حرکتونه او لوبې پیل شوې.

د ا لومړی ځل دی، چي په دې لوبغالي کې ښکلا، شور، ځوږ او بدني ولولې ښکاره او وړنادې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ورزش مسوولینو په وینا بېلا بېلې ملي لوبې د افغانستان خپلواکۍ بېرته اخیستو سلمې کلیزې په ویاړ تر سره کیدونکې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل ښار کې کلکان ولسوالۍ ته نومول شوي طالب ولسوال ونیول شو

(Last Updated On: September 16, 2019)د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې …