عاجل خبرونه

د ننګرهار په چمتله کې دوه وسلوال طالبان نیول شوي

(Last Updated On: July 19, 2019)

د ننګرهار مسوولينو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ ماښام مهال د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په اړوند سیمه کې دوه وسلوال طالبان له وسلو او مهماتو سره ونیول شول.

سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې په اړوند سیمه کې یو شمېر وسلوالو طالبانو د ملي اردو له ځواکونو سره نښته کړې، چې په کې د امنیتي ځواکونو پر ډزو دوه مخالف وسلوال لومړی ټپيان او بیا ژوندي نیول شوي دي.

نیول شوي وسلوال طالبان هر یو نورالله(عمر) او عبدالاحد نومیږي، چې له یو میل کلاشینکوف، څلور شاجرونو، یو شمېر مرمیو او یو موتر سایکل سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

خبریال: رحمت الله زیارمل.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اوس هم طالبان له نورو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري- ادریس زمان

(Last Updated On: December 7, 2019)د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) په سلواکیا کې د …