د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018)

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی او له حکومت څخه د وراداتي برښنا او د مچلغو د بند جوړیدو غوښتنه کوي.

د محمد ابا اوسیدونکي د یوه لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د اته ولسوالیو لارهم د څو ساعتونو لپاره وتړله.

لاریون کوونکي د وراداتي برښنا او د مچلغو د بند جوړیدو غوښتنه کوي او وايي، که په لنډ وخت کې یې کار پیل نشي لاریونونه به پراخ کړي.

د احمد اباد  ولسوالۍ اوسیدونکی احمدالله وايي، حکومت په تېرو څو کلونو کې یوازې ژمنې کړي، چې یوه یې هم نده پلې کړې.

د لاريونوالو اساسي غوښتنې د وارداتي برښنا ورکړه، د مچلغو بند چارو پيل، د سړو خونو او نورو رغنيزو پروژو پلي کیدل دي.

د پکتيا والي ویاند عبدالله حسرت وايي، په پکتيا کې متوازنې پراختيا ته ژمنه ده او په احمدابا ولسوالۍ کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې ځينې پروژې پلې شوې دي.

ښاغلی حسرت والي؛ په راتلونکې کال کې به تر شل کیلومتره سیمې ته برښنا وېش پيل شي، چې دا ولسوالۍ هم په کې راځي.

شاوخوا شل ورځې وړاندې له مرکز کابله څخه له پکتيا سره د ژمنه شويو پروژو د چارو ځنډیدو په تړوا يو پلاوی اړوند سیمې ته راغلی و او ژمنه یې وکړه، چې د مچلغو بند سروې به يوه ورځ وروسته پيل شي؛ خو د سيمې اوسیدونکي وايي، تر اوسه هيڅ کار پرې نه دی شوی.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Check Also

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

(Last Updated On: دسمبر 15, 2018) په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د …