د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د امنیتي مسوولینو د استیضاح غوښتنه وکړه

(Last Updated On: سپتمبر 8, 2018)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې امنیتي مسوولین د امنیت ساتنې توان نلري او ژر باید د ولسي جرګې لخوا استیضاح او سلب صلاحیت شي.

په ولسي جرګه کې د اوړي له رخصتۍ وروسته پر حکومت بېلابېلې نیوکې وشوې.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی محمد نعیم لالی حمیدزی حکومت په امنیت ساتنه کې پر بې پروایۍ تورنون کړ او وایي؛ کله، چې دې حکومت په کار پیل کړی، تر اوسه څلوېښت زره کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې او د دې تلفاتو مسوولیت د حکومت پر غاړه دی.

د ولسي جرګې غړي په بیړه د امنیتي مسوولینو د استیضاح او سلب صلاحیت غوښتنه لري.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګ استازی غلام حسین ناصري ټینګار کړی، چې، ډلې ډلې خلک هره ورځ وژل کیږي؛ خو حکومت ندی توانیدلی، چې د دې بریدونو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې حکومت د خلکو د ساتنې مسوولیت لري او حکومت باید ووایي، چې د خلکو د وژلو مخنیوی ولی نشي کولی.

دغه راز په ولسي جرګه کې د کندهار استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، چې حکومت د روانو امنیتي ستونزو د حل ځواک نلري اږو دا حکومت مونږ ته پر سرطاني ناروغۍ اوښتی دی. د وروستیو وژنو په اړه باید امنیتي مسوولین استیضاح شي او ښکاره ځوابونه دې ووایي او صلاحیت دې هم ترې واخیستل شي.               

په ولسي جرګه کې د کابل جعفر مهدوي وایي، اوس هم د خونړیو پېښو اندېښنې شته که مخه یې ونه نیول شي مونږ خپله امنیت نیسو او حکومت هیڅ معنا نلري.  

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي د کورني امنیت او دفاعي چارو کمیسیونونو ته دنده سپارلې، چې امنیتي مسوولین د ځواب ویلو لپاره را وغواړي.      

په ولسي جرګه کې لدې مخکې هم پرامنیتي مسوولینو نیوکې شوې وې، چې د امنیت ساتنې لپاره سمې طرحې او پلانونه  نلري.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …