د کندهار- هرات پر لویه لار له ترافيکي پېښې ۴۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: September 08, 2018 2:46 pm)

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافيکي پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۵ نورټپیان دي.

دغه پېښه نن سهار شپږ بجې د کندهار د ژیړي ولسوالۍ د حوض مدد په اړوند سيمه کې د یوه مازدا او ۴۰۴ موترو تر منځ له ټکره رامنځته شوې ده.

د کندهار والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، په پېښه کې ۱۵ کسان مړه  شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د ښاغلي عزیزي په خبره؛ په مړیو کې درې ښځي او درې ماشومان او په ټپيانو کې درې ښځي او یو ماشوم لرو.

عزیزي زیاتوي، ۴۰۴ مسافر وړونکی موتر د احمد شاه ابدالي ترانسپورتي شرکت اړوند و، چې له هلمنده یې کابل ته مسافر ليږدول.

 د پېښې لامل د موتر چلوونکیو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …