Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه جوړه شوه او ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزولو پر مهال ټینګار وکړ، چې د دغه وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي او د ټولو قراردادونو فهرست دې له مشخصو ادرسونو سره یوځای له ولسمشرۍ سره شریک شي.

 هغه زیاته کړې؛ والیان او امنیه قومندانان دې قراردادونه او قراردادیان وڅاري.

دغه راز سربېره پر دې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د سروې د موندنو پر بنسټ له سرغړونکیو قراردادیانو سره قانوني چلند وکړي.

په دې غونډه کې ۱۶ تدارکاتي مورد هم ارزول شوي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ د ۲،۱ میلیارد افغانیو پر ارزښت د ۱۰ نویو پروژ د قراردادونو د ورکړې غوښتنه، چې لاندې موارد په کې شته هم منظور شوه.

د هېواد د ۱۱ ولایتونو ټاکلیو زیرمو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د مرکزي سیلو زیرمو ته د تورخم بندر له لارې د ۴۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې قرارداد، د ټولګټو وزارت اړوند له هجرت کلي څخه تر جلال آباد پورې د ۱۲،۵۰۹ کیلومتر اوږد سړک د پروژې قرارداد، دټولګټو وزارت اړوند د شورابک- سپین بولدک سړک جوړولو د دوه یمې برخې قرارداد، د کابل ښاروالۍ اړوند د ۳۰ متر پلن او د ۲،۷۶۰ کیلومتر اوږد د بډولې سړک د جوړولو قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاتي قرارداد پر بنسټ د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د ولایتونو د امنیه قومندانیو او قرارګاو د اړتیا وړ دوه قلمه(پسه او غوايي) غوښې د تدارک قرارداد، د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو تهیه او تدارک، د کلیو پراختیا وزارت اړوند د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د زیرمو د ترمیم او عایق کارۍ پروژې قرارداد، د بغلان ولایت له چوکک کلي څخه تر پل فرشته ګان پورې د (۹+۹۳۰،۲۳) کیلومترو پر اوږدوالي د شمالي سالنګ لویې لارې سړک د ترمیماتي پروژې قرارداد، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت اړوند د (G2G) دولت په دولت قرارداد پر بنسټ له (بروغیل نه د چین ترسرحده) د واخان دهلیز نوري فایبر د سروې پروژې د تمدید قرارداد او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د مخکې جوړو قطعاتو له تکنالوژۍ(د څلور برخو لرونکي) څخه په ګټه اخیستنې د څلور ښوونځیو د جوړولو پروژې قرارداد.

دغه راز سربېره پر دې د کجکي برېښنا بند دوه یم فاز د جوړولو قرارداد د تعدیلي طرحې وړاندیز، چې د عامه او خصوصي مشارکت له ډلې څخه دی، ملي تدارکاتو کمیسیون منظور کړ.

خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ اعاشوي توکو د تهیې او تدارک پروژې د بحث پر مهال ولسمشر غني ټینګار وکړ؛ یادې پروژې باید کره او هراړخیزې وارزول او وڅارل شي، چې د پوهنې زدکوونکیو ته کافي خواړه ورسېږي. په هغه صورت کې که قراردادایان د قرارداد له مواردو سرغړونه کوي، باید قانوني چلند ورسره وشي.

 همدا رنګه د اجنډا له مخې؛ د انرژۍ او اوبو وزارت د فاریاب ولایت د المار بند د دیزاین او جوړولو قرارداد د ورکړې وړانديز وکړ، چې ملي تدارکاتو کمیسیون منظور کړ او دغه وزارت ته یې د یادې پروژې د هراړخېزې ارزونې او د دیزاین د طرحې په خاطر له ټولو لاروچارو څخه د استفادې دنده وسپارله.

 همدارنګه د افغانستان برښنا شرکت د هرات ولایت د برښنا د تامین په موخه د ایران په وارداتي لین کې د پرچاوۍ د تطبیق ستونزو ته په پام له واحدې منبع څخه په استثنایي ډول د دې شرکت د اړتیا وړ توکو د تهیې او تدارک په برخه کې د ملي تدراکاتو کمیسیون د لازمو پرېکړو غوښتنه وکړه.

 ملي تدارکاتو کمیسیون له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه طرحه ومنله او د افغانستان برښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه، چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه دې د دغې پروژې د اړتیا وړ مواد له کورنیو تولیداتو څخه وپېري.

ملي تدارکاتو کمیسیون له واحدې ملي منبع څخه د ستر درستیز د صحي قومندانۍ د ۳۸۷ قلمه درملو، طبي لوازمو او اړتیا وړ لابراتواري ریجنتونو د تدارک قرارداد د تعدیل د منظورۍ وړاندیز(د بیې له لوړوالي پرته د نېټې غزیدل) هم له غور او ارزونې وروسته منظور کړ.

 دغه راز ټولګټو وزارت ملي تدارکاتو کمیسیون ته د تخار ولایت له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه تر ینګي قلعه پورې د ۶۱۵+۲۸ کیلومتره پر اوږدوالي د ماورای کوکچه دوه یمې برخې سړک جوړولو پروژې قرارداد د منظورۍ غوښتنه وکړه، چې کمیسیون منظور کړه.

 ولسمشر پر یاده پروژه د بحث پرمهال ټولګټو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په قراردادونو کې د نورې سیالۍ په خاطر باید د کورنیو کوچنیو او متوسطو شرکتونو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ؛ له شرکتونو څخه دې پر مسلکي وړتیاوو د کار غوښتنه وشي، چې په راتلونکي کې سترې پروژې تطبیق کړي.

ولسمشر اشرف غني د سړکونو جوړولو پر جدي او دقیقې څارنې ټینګار کړی او وایي؛ سړکونه باید پر معیارونو برابر جوړ شي، چې په عمل کې د ژر خرابیدو مخه یې ونیول شي.

 له بلې خوا د قرارداد د تعدیل منظورۍ غوښتنه د بیې زیاتوالی او له لومړني قرارداد څخه د DBST برخې حذف او په مزار شریف ښار کې د ۱۵ کیلو متره داخلي سرکونو د جوړولو په پروژه کې د واحدې منبع په قرارداد کې د هغه زیاتوالی؛ ټولګټو وزارت او د ملي تدارکاتو کمیسیون منظور کړ.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي(سیګر) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکیو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!