عاجل خبرونه

د کندوز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې ۵ وسلوال مخالفان نیول شوي

(Last Updated On: اګست 5, 2018)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د زمري ۱۳) کومندو ځواکونو د دې ولایت د ارچي ولسوالۍ د مومن خان پله په اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۵ وسلوال مخالفان نیولي دي.

د یادې قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، د ارچي ولسوالۍ د مومن خان پله د اړوند سیمې په ګډون یو شمېر سیمې هم د وسلوالو له شتون پاکې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې عملیاتو کې د وسلوالو مخالفانو د مهماتو یوه زیرمه، چې په کې ۳۵ فیره بېلابېلې مرمۍ شته د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د کندوز ولایت ارچي ولسوالي د دغه ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده، چې په ډېرو برخو کې یې وسلوال مخالفان پراخې هڅې لري.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …