عاجل خبرونه

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پر پولیسو چاودنه شوې

(Last Updated On: August 30, 2018 6:45 pm)

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، چې،  د ګردیز ښار د پولیسو پر رنجر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی .

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایتي شورا  یو شمېر غړیو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره د پکتیا د ناسم امنیتي وضیعت په اړه اندېښنه وښوده. دغه راز ویل کیږي ، چې طالبانو غواړي د دغه ولایت پر مرکز غزني ته ورته یو برید تر سره کړي.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …