Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیا قومي مشرانو له طالبانو اوږد مهاله اوربند غوښتی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پکتیا قومي مشران وایي؛ افغان حکومت اوربند اعلام کړی؛ طالبان دې هم ورته اقدام وکړي او په دې موده کې دې د سولې په تړاو خبرې اترې وکړي، چې د دایمي سولې لپاره حل لار پیداشي.

د پکتیا مشرانو په یوه غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اوربنده ملاتړ وکړ او له وسلوالو طالبانو يې وغوښتل، چې دوی دې اوږد مهاله اوربند اعلان کړي، چې په دې موده کې پر سولې هر اړخیزې خبرې وشي.

د پکتیا مشران وايي، حکومت او طالبان دې دوی ته واک ورکړي، چې د سولې په برخه کې د خبرو زمینه برابره شي.

قومي مشر خواني جهاني وایي، چې افغانان له جګړې ستړي شوي او طالبان دې هم اوږد مهاله اوربند وکړي.

د پکتیا یو بل قومي مشر ګلام خان احمدزی هیله من شوی، چې په اوږد مهاله اوربند کې به د جنګ دواړه خواوې د سولې خبرو ته ورسیږي.

قومي مشر اسلام الدین منګل وايي؛ له تېرو څو میاشتو راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د پکتیا په هغو سیمو کې د سولې په تړاو خبرې شوي، چې د طالبانو له ولکي لاندې دي.

د قومي مشر داود نیازی د وینا له مخې؛ په نږدې راتلونکي کې به د سویل ختيځ زون قومي مشران په هغو سیمو کې د سولې په تړاو غونډه ولري، چې وسلوال طالبان په کې حاکم دي.

د پکتیا مشرانو په داسې وخت کې له طالبانو د اوږد مهاله اوربند غوښتنه کوي، چې د افغانستان حکومت سر له نن(دوشنبې) څخه درې میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړی دی.

خبریال: فرید الله احمدزی

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.

وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینه‌وو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونه‌تپي.

Continue Reading

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.

زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاس‌وهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.

امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!