عاجل خبرونه

د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو په انقره کې ولیدل

(Last Updated On: July 10, 2018 6:31 pm)

سرور دانش په افغانستان کې د جنرال دوستم حضور یوه اړتیا بولي او د مخامخ خبرو له لارې د روانو  کړکېچونو پر حل ټینګار کوي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال او د کار او ټولنیزو چارو وزیر، چې د ترکیې د ولسمشر د ولسمشریزې ژمنې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تلی؛ تېر ماښام( د چنګاښ ۱۸) یې په پلازمېنه انقره کې د ولسمشر له لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم سره کتلي او خبرې اترې یې هم په هېواد کې د وروستیو کړکیچونو پر حل راڅرخېدلې دی؛ خو د جنرال دوستم دفتر وایي، هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته ستنیدو او د نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو په اړه هیڅ خبرې نه دې شوي.

بلخوا کوم عکسونه، چې جنبش ګوند خپاره کړي، ځانګړي ځواکونه پر تاوتریخجن اقدام او د بشري حقونو پر نقض تورن شوي؛ خو ملي دفاع وزارت بیا دا انځورونه جعلي بولي او وایي، چې دا د کماندو ځواکونو کار نه دی.

د جنرال دوستم د دفتر رییس بابر فرهمند آریانا نیوز ته په دې اړه ویلي، چې:  په ټولنیزو شبکو کې د قیصاري د ساتونکیو د انځورونو له خپرولو وروسته د خلکو غصه د تېرو ورځو په پرتله ډېره شوې. نن نېغ په نېغه اعتراض کوونکیو د ولسمشر غني د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه او په ډاګه شوې، چې نوموړی په هېواد کې د اوسني حالت د ادارې او څارلو وړتیا نلري.

د دغې سکالو په اړه د ولسمشرۍ د دفتر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې آیا دا انځورونه چک شوي، چې د همدې پېښې په اړه دي؟ له ټولو مهمه دا ده، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه مو هڅه کوي، چې په ټولو برخو کې قانوني، انساني او مسلکي کړنې تر سره کړي او دا درې هڅې هغو تل په نظر کې نیولې دي.              

دغه راز د اعتراضونو پر اتمه ورځ هم اعتراض کوونکي ټینګار کوي که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي؛ لاس به پر تاوتریخوالي پورې کړي.

د  فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني زیاتوي: نړیواله ټولنه دې واوري؛ نن دیارلسمه ورځ ده، چې د جنرال دوستم د راتګ او د نظام الدین قیصاري د راخوشې کولو لپاره مو غږ پورته شوی دی.           

یو اعتراض کوونکی هم په دې اړه وایي؛ مونږ چمتو یو، چې خپل اعتراض تر میاشتو وغزوو او که اړتیا شوه کلونه به هم روان وي.

ښځې هم اوږه پر اوږه د معترضانو ملتیا کوي او وایي، چې مونږ د نظام الدین قیصاري د خوشې کولو غوښتونکې یو.

د فاریاب د سکې بلخوا؛ نوي والي کار پیل کړی، چې د جګړې ۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو او نږدې سل زره  نورو وچکالۍ ځپليو مرستې ته لاسرسی یې یو بل لومړیتوب دی.

د فاریاب نوی والي نقیب الله فایق وایي، چې د ۶ ولسوالیو په یوازې مرکزونو کې مونږ شتون لرو.            

د جنبش پلویانو د اتمې ورځې لپاره د فاریاب تر څنګ په سرپل، جوزجان، تخار، بدخشان، بلخ او بامیان ولایتونو کې هم پر اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

خبریال: باعث حیات او سمیع جهش

About Ariana News

Check Also

د بهرنیو چارو وزارت وزارت ۴۹ کار کوونکي منفک شول

(Last Updated On: September 23, 2018 7:58 pm) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون …