د ولسمشر له امر سره سم بیا عمليات پيل شول

(Last Updated On: June 30, 2018 4:00 pm)

د هلمند ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چي له طالبانو سره يې شوى اوربند پاى ته رسيدلى او د ولسمشر له امر سره سم يو ځل بيا په هغو سيمو کي پوځي عمليات پيل شول، چي دا مهال د وسلوالو طالبانو په واک کي دي.

د هلمند والي مرستيال وايي، د ولسمشر له امر سره سم مو د شنبې پر شپه( د غبرګولي پر ۳۰) د وسلوالو طالبانو پر وړاندي يو ځل بيا پر هغو سيمو پوځي عمليات شول، چي له وسلوالو طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې مخ وو.

د هلمند ولایت مرستیال مجاهدالله صفاري وايي، په اوربند کي ډېر وسلوال طالبان پوه شول، چي جګړه د دوى په ګټه نده؛ نو، ځکه اوس وسلوال طالبان تر پخوا کمزوري شوي دي.

په ورته وخت کي د دې ولايت د ولايتي شورا ریيس عطاالله افغان وايي، وسلوالو طالبانو د اوربند پر مهال ځانونه اکمال کړي او کيداى شي دا د امنيتي ځواکونو پر وړاندي يوه لويه ننګونه وي.

د  ولايتي شورا غړى ګل اغا مسلم له وسلوالو طالبانو غواړي، چي د ګاونډ هېوادونو پر لمسون دې دا جګړه ختمه کړي او له سره دې اوربند وکړي.

ولایتي چارواکي وايي، چي دولت او وسلوال طالبان باید په عملياتو کي د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او يو ځل بيا دې اور بند وکړي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: September 20, 2018 12:46 pm) د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې …