عاجل خبرونه

د کندوز ولایت په قلعه زال کې درې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: مې 21, 2018)

د ملي دفاع وزارت د کندوز په قلعه زال ولسوالې کې د دوه وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په ډاګه کړې، چې د قلعه زال په آق تپه، تانګ تېل او خانه نظري اړوند سیمو کې د طوفان اته عملیات روان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې دوه وسلوال وژل شوي او یو ټپی دی.

د سرچینې په وینا؛ دغه  کلي له وسلوالو پاک شوي او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ پر آق تپه بریدونه کړي وه.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …