عاجل خبرونه

د کندهار په ریګستان او غورک کې ۷۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: مې 10, 2018)

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی  وایي تېره شپه وسلوالو طالبانو د رریګستان او غورک ولسوالیو په اړوند سیمو کې د سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو وسلوال بریدونه کړي، چي وروسته بیا د پولیسو له غبرګون سره مخ شوي دي.

 درانی زیاتوي، چي په دواړو ولسوالیو کې۳۰ وسلوال او پېنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۴۵ وسلوال او اووه سرحدي ځواکونه ټپیان دي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چي د سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

 د دولت وسلوالو مخالفینو تر دې دمه د تېرې شپې د جګړې په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Check Also

تمه ده، چې افغان حکومت هم د سولې په مخامخ خبرو کې برخه ولري- مایک پنس

(Last Updated On: فبروري 17, 2019) د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د مونیخ …