عاجل خبرونه

د کندهار ولایت د نوملیکنې په مرکزونو کي د اړتیا وړ توکي خلاص شوي

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د کندهار ولايت د ولايتي شورا غړي وايي؛ د نوملیکنې لپاره ټول توکي خلاص شوي او که تر درې ورځو دغه مواد د ټاکنو  مرکزونو ته ونه رسيږي، دا بهیر به بند شي.

د کندهار د ولايتي شورا غړيو د سې شنبې پر ورځ د( غویی ۱۸)  د یوه خبري کنفرانس پر مهال  تور پوري کړ، چې مرکزي مسوولين په قصدي ډول غواړي په کندهار کې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره د نومليکنې بهیر کمزوری شي.

د دوی په خبره؛ څلور ورځي مخکي په پېنځلس مرکزونو کي د اړتیا وړ توکي خلاص شوي وه؛ خو مرکزي کمیسیون له خبریدا سره سره چوپتیا غوره ګنلې ده.

د دوی په وینا، کندهار له کابل وروسته دوه یم هغه ولایت دی، چې په لوړه کچه نوملیکنه په کي شوې او اوس هم زرګونه نرينه او ښځينه د رای ورکولو لپاره د نوملیکنې په تمه دي.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون حوزوي مشر محمد هاشم دُرانی د تازه شکایت په اړه څه نه وايي، خو وړاندي يې د دې ستونزې د حل ژمنه کړې وه.

هغه زیاتوي، له مرکزي کمیسیون سره یې ياده ستونزه ګډه کړې ده.

د څرګندونو له مخې؛ په کندهار کې د نوملیکنې د بهیر له پیلېدو څخه د ثور تر اتلسمي نېټي پوري شاوخوا ۱۸۹۰۰۰( یو لک نهه اتیا زره ) کسانو نوملیکنه کړې، چې له ۳۵ زره ډېرې یې ښځې دي.

اوس اندېښنه داده، چې د ثور له ۲۲ وروسته دا پروسه په ولسواليو کي پيلیږي؛ خو تر اوسه د ولسواليو مواد هم ندي را رسيدلي.

خبریال: بريالي رحيمي

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …