عاجل خبرونه

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې د هوایي برید د تلفاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې شوي

(Last Updated On: April 03, 2018 4:21 pm)

د کندوز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د دوشنبې د ورځې له هوایي بریده روغ رمټ وتلي خلک او ټپیان، چې  د کندوز ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي وایي؛ تر اوسه د ۱۷۰ ملکی وګړیو د جنازې مراسم تر سره شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد رادمنش وایي: دغه هوایي برید د وري پر ۳ د دوشنبې پر ورځ غرمه مهال د ارچي ولسوالۍ په باجوړي کلي کې تر سره شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي، په وژل شویو طالبانو کې ۹ طالب قومندانان هم شته.

ټپیان او د قربانیانو د کورنیو غړیو ویلي؛ د دې ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي، چې په قربانیانو کې ملکي وګړي او ماشومان هم  شته.

د کندوز سیمه ییز روغتون ویلي، چې د ډېرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.  

په ارچي ولسوالۍ کې د دوشنبې د ورځې له هوایي بریده روغ رمټ وتلي خلک او ټپیان، چې  د کندوز ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي وایي؛ تر اوسه د ۱۷۰ ملکی وګړیو د جنازې مراسم تر سره شوي دي.

د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي؛ دغه ناسته په کندوز او نورو ولایتونو کې پر تازه بریدونو د نویو خبرو لپاره جوړه شوې وه، چې د طالبانو مهمو قومندانانو په کې ګډون کړی و.

د نوموړي په وینا؛ په دې ماموریت کې د امنیتي ځواکونو چورلکو برخه درلوده او موخه یې د طالبانو همدغه ناسته وه.

هغه په دې هوایي برید کې د ملکي وګړیو وژل کیدل مني؛ خو د بشپړ شمېر په اړه څه نه وایي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په ډاګه کړې، چې د کندوز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو  ۶ مهم  قومندانان او د سرې قطعې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.

دوی وایي: تېره ورځ د( وري ۱۳)۱۱:۲۰ د ارچي ولسوالۍ په باجوړي کلي کې د طالبانو او نویو فارغ شویو طالبانو پر ګډه ناسته هوایي برید تر سره شوی و، چې په کې د طالبانو لاندې ۶ مهم قومندانان وژل شوي دي:

د کویټې شورا غړی مولوی بریان، په کندوز کې د طالبانو د پوځي کمیسیون رییس قاري حمیدالله، په کندوز کې د پوځي کمیسیون غړی مولوي شاهدالله، د طالبانو د سرې تعلیمي قطعې استاد مولوي ممتاز، طالب قومندان قاري عماد او د طالبانو بغلانی قومندان عبدالمالک مشهور پر مخلص. دغه راز د سرې تعلیمي قطعې ۱۷ طالبان هم په دې برید کې وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ رسنیو ته په خپل غبرگون کې څرګنده کړې وه، چې: د کندوز ولایت د ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو بازار ته نیږدې په یوه دینه مدرسه ( دارالعلوم هاشمیه) کې د عالمانو او د قرآنکریم د حافظانو د دستاربندۍ غونډه بمبارد  شوې، چې په کې د دوی د کسانو په ګډون ګڼ ملکیان وژل شوي دي.

رسنیو ته د رسیدلیو څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې څه نا څه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د دغه هوایي برید د تلفاتو شمېر تر دې دمه وروستی شوی نه دی.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …