عاجل خبرونه

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځی پرانستل شو

(Last Updated On: مارچ 27, 2018)

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د احمدآباد د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د ځایي چارواکو او قومي مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي؛ دا ودانۍ ۱۲ درسي او اداري خونې او اړین ملحقات لري، چې اتلس میلیون افغانۍ پرې لګول شوي او لګښت یې د هند هېواد ورکړی دی.

د احمدآباد ښوونځي سرښوونکی سید زمان د دغه ښوونځي د ودانۍ له کوړیدو خوښ دی او وایي، چې پخوا مو ماشومانو په پرانستې فضا کې زدکړې کولې او د باد او باران پر وخت به ښوونیز بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کیدو.

د پکتیکا پوهنې رییس محراب الدین  شفق له ښوونیز بهیر سره پر ولسي مرستې ټینګار کوي او وایي: سږ کال به د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره او ستونزې به له منځه ولاړې شي.

ځایي اوسیدونکي وایي، له دې ښوونځي سره به د زدکوونکیو د سرپناه ستوونزه راکمه شي.         خبریال فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …