عاجل خبرونه

د کورنیو چارو وزارت غواړي، چې پولیس ملکي شي

(Last Updated On: March 24, 2018 3:35 pm)

کورنیو چارو وزارت د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې د پولیسو پر ملکي توب تمرکز کیږي.

کورنیو چارو وزارت د اساسي قانون له مخې دنده لري، چې قانون تنفیذ کړي؛ خو اوس د دې چارې خلاف دغه ځواک د ترهګرو په وړاندې په جګړه کې هم  ښکېل دی.

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس به له دې وروسته د اساسي قانون په چوکات کې په ملکي ډول دنده تر سره کوي.

کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي: روانه جنګ یوه شنلې بڼه لري؛ منظم او جبهی جنګ نه دی، چې امنیتي ځواکونه له وسلوالو مخالفینو سره په کې خپلې هڅې روانې وساتي. په هره توګه مونږ اړ یو، چې د هېواد ساتنې او ځمکني بشپړتیا لپاره خپله هڅه او مبارزه له دفاعي ځواکونو سره همغږې کړو.  

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس وایي؛ پولیس دنده لري، چې قانون نافذ کړي، خو له دې ځواکه تر دې مهاله د پوځي موخو لپاره کار اخیستل کیږي.

د اداري سمونونواو ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس نادر نادري وایي:  په تېرو ۱۷ کلونو کې او ان له دې مخکې هم د جنګي اړتیاوو او یا هم د حکومت د غوښتنو له مخې کورنیو چارو وزارت د خلکو د څارونکي په توګه شمېرل شوی، چې دا عمل له اساسي قانون سره په تکر کې دی.            

د یادونې وړ ده، چې د پولیسو د ملکي توب بهیر د فساد په مخنیوي کې ګټور ثابتیدای شي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …