د کندهارـ روزګان پر لویه لار په یوه هوایي برید کی ۲۵ وسلوال وژل شوي

(Last Updated On: March 12, 2018)

 د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، د دغه ولایت د میانشین ولسوالۍ د سرخ بید په سیمه کې تېره شپه  وسلوالو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې بیا هوایي ځواکونو پرې برید وکړ.

هغه زیاتوي، په دې هوایي برید کی ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دی.

دا هغه سیمه ده، چې وسلوالو دوه اوونۍ وړاندې په کې یو شمېر کسان له موترو کښته کړي وه او بیا یې وروسته یو شمېر خوشې کړي وه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …