د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه شوې

(Last Updated On: مارچ 11, 2018)

نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د اړوند سیمې هوایي ډګر ته نږدې یوه چاودنه رامنځته شوې ده.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، دغه چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شوې، چې تلفات نلري؛ خو هغه مهال، چې د مرستې لپاره له هوایي ډګره بهرني ځواکونه راورسیدل پر خلکو یې ناڅاپي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې دوه کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د اړوند چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د هلمند ولایت په لوبغالي کې چاودنو ۳۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: مارچ 23, 2019)د هلمند والي ویاند عمرځواک وایي، چې نن له غرمې …