Connect with us

تازه خبرونه

د هندي غنمو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را ورسیده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا په لار کې مهم ګام ګڼل شوی، چې تېره ورځ د دغه بندر له لارې د هند لخوا د مرسته شویو غنمو ۱۵ زره متریک ټنه افغانستان ته را ورسیدل.

د کرنې او مالداري وزارت سرپرست نصیر احمد درانی وایي، چابهار افغانستان پر یوه بندر له تکیا ژغورلی او په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا سبب ګرځي.

په کابل کې د هند سفیر من پریت ووهرا وایي چابهار بندر افغانستان له نړیوالو بازارونو سره نښلوي.

هغه زیاته کړې؛ پوهیږو، چې د افغانستان ختیځ ګاونډي د افغانستان په پولو کې یو لړ محدودیتونه لګولي او ښایي دلیل یې هم له هند او ایران سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پراختیا وي، خو مونږ دغه اړیکې له سیاسي ستونزو پرته تر سره کوو.

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د چابهار بندر د سیمې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي او په دې بندر کې د زیاتې پانګونې غوښتنه لري. ایران تر اوسه په دې بندر کې یو میلیارد دالر پانګونه کړې ده.

دا مهال د چابهار بندر ظرفیت اته نیم میلیون ټنه دی، دغه بندر افغان سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابروي، چې د نورو بندرونو په تناسب افغانستان ته د مالونو د لیږد په برخه شل سلنه آرزانه تمامیږي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!