Connect with us

تازه خبرونه

د لندن درې اړخیزه غونډه مثبته وه- افغان سفیر زاخېلوال

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حضرت-عمر-زاخیلوال

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وایي، چې د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو لومړنی غونډه د لندن په کوربتوب مثبته او رغنده وارزول شوه.

په لندن کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز او د انګلستان د ملي امنیت له سلاکار مارک ګراند سره درې اړخیزه غونډه درلوده.

 که څه هم غونډه د رسنیو له دیده لیرې وه؛ خو په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان پر اندېښنو بحثونه وشول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د دې غونډې په تړاو وایي؛ حنیف اتمر او سرتاج عزیز تفاهم وکړ، چې د باور را منځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د یو او بل اندېښنو ته پام وکړي.

د نوموړي په وینا؛ په دې غونډه کې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمال، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي پناه ځایونو او د پاکستان د ناامنه کولو لپاره د هغوي پر تمویل بحث وشو.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ په دې غونډه کې  دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دواړو لوریو اندېښنو ته د لاسرسي لپاره باید یوه ګډه تګلاره جوړه شي.

په پاکستان کې د افغاستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال، چې په دې غونډه کې حاضر و، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه مثبته او رغنده وه.

د نوموړي د وینا له مخې؛ د دې غونډې پر بریا به د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا قضاوت وشي، چې دواړه ګاونډ حکومتونه څرنګه په سوله ییز ډول د ژوند کولو لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب وایي. مونږ ډاډه یو، چې که د افغانستان او پاکستان په توافق هوکړه عملي شي؛ د دواړو لوریو  تر منځ به د باور را منځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي او د دواړو دولتونو تر منځ به همکاري زیاته شي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو د رغولو لپاره لندن کې غونډه وشوه؛ خو د پاکستان په قبایلي سیمه کې د جمعې په ورځ په یوه نښته کې دوه پاکستاني پوځیان ووژل شول. یوه پاکستاني چارواکي  ادعا وکړه، چې ترهګر د افغانستان له خاورې راغلي وه. دغه راز د جمعې په ورځ سهار مهال په خوست کې د ملي اردو پر یوه مرکز ځانمرګی برید وشو، چې یو تن په کې ووژل شو او له لس ډېر ټپیان دي

خبریال: قیام نوري.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!