عاجل خبرونه

د نږدې۷۰۰ دولتي بستونو لپاره له داوطلبانو آزموینه واخیستل شوه

(Last Updated On: اکتوبر 19, 2017)

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د نږدې اووه سوه دولتي بستونو لپاره له داوطلبانو آزموینه واخیستل شوه. آزموینې ته ۸۱۷۵ کسان ورغلي وه.

دولتي بستونو ته د ځوانانو د لار موندنې د آزموینې پر مهال د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس نادر نادري ویلي، چې که ځوانان په دولتي ادارو کې وګمارل شي؛ کارونه به چټک او پراختیایي پلانونه به هم پلي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې تاسو پخپله وړتیا وکولی شول، چې د هېواد خدمت لپاره په دغه ازموینه کې ګډون وکړئ، چې د فساد مخه ونیول شي.

د کارو او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذکي وایي؛ هیله لرو، چي ټول پوستونه د آزادې سیالۍ له لارې تر لاسه شي او هر څوک د خپل لیاقت له مخې د خپل هېواد خدمت تر سره کړي.

د آزموینې برخه وال وایي، چې د آزموینې بهیر باید روڼ وي.

د دوی په وینا؛  تراوسه ټول پروګرامونه سم پرمخ تللي، هیله لرو په پایله کي هم حق حقدار ته وسپارل شي، چې د هېواد خدمت وکړي.

دغو سلګونو دولتي بستونو ته پر داسې مهال آزموینه اخیستل کیږي، چې ویل کیږي په دولتي ادارو کې زرګونه بستونه تش دي. خلک د وزګارتیا لوړې کچې ته په کتو سره پر حکومت نیوکه کوي، چې په وینا یې د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …