عاجل خبرونه

د پکتيا ولايت امنيه قومندان توریالی عبدیاني په ډله ییز برید کې ووژل شو

(Last Updated On: October 17, 2017 7:49 pm)

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وایي، چې په دې پېښو کې د امنیه قومندان توریالي عبدیاني په ګډون ۴۱ کسه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علی مراد وایي، چې په دې پېښه کې ۲۱ پولیس وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ نور ټول ملکي وګړي دي، چې مرګ و ژوبله ور اوښتې ده.   

د سه شنبې په ورځ ۹ نیمې بجې یو هینوموتر بم د پکتیا امنیه قومندانۍ ته څیرمه چاودنه وکړه، چې ورپسې یو هانوې موتر او څو ځانمرګي بریدګر پیاده پر دغه نظامي مرکز وسلوال برید پیل کړ.

په دغو چاودنو کې له دېریش د ډېرو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی.

امنیتي چارواکي وایي، له څلور ساعته جګړې وروسته یې ۴ ځانمرګي برید ګر وژلې دي.

د پکتیا عامې روغتیا مرستیال ډاکټر هدایت الله حمیدي وایي، چې له دغو بریدونو روغتونو ته له دېرش ډېر وژل شوي او تر ۱۶۰ ټپیان وروړل شوې دي.

د ټپي پولیسو ترڅنګ ملکي وګړي، چې ماشومان هم په کې دي، په روغتونو کې لیدل کیږي.

دغه بریدونه دومره زورور ول، چې د نظامي تاسیساتو د ویجاړۍ ترڅنګ یې نږدې کورونه او د کاروبار ځایونه هم ویجاړ کړې او تر یو کیلو مترۍ پورې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.

وسله والو طالبانو دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او د لسګونه افغان عسکرو د وژلو او ټپي کیدو ادعا یې کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …