عاجل خبرونه

د نفتو کار و بار د زورواکو په لاس کې دي- نقیب الله فایق

(Last Updated On: September 17, 2017 5:16 pm)

د نورم او ستندرد ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې د نفتو کار و بار د زورواکو په لاس کې دي او هېواد ته د ټیټ کیفیت تېل را واردوي.

د نورم او ستندرد اداري رييس نقیب الله فایق وايي، چې تېل ټیټ کیفیت لري؛ ځکه، چې د یو شمېر زورواکو لخوا یې کار و بار انحصار شوی او په نامعیاري تانکرونو کې زیرمه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د تېلو کار و بار باید د زورواکو له منګولو څخه را بهر شي.

د نفتي توکو د تصدۍ ريیس ولید تمیم  وايي، چې د ټیټ کیفیت تېلو د وارداتو مخنیوی ستونزمن کار دی او ډېر وخت ته اړتیا لري.

داجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجنیر خان محمد اړوند ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د تېلو زیرمې او تانکونه په معیاري ډول جوړ کړي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې درې زره د تېلو تانکونه فعال دي، چې په پرچون ډول موترو ته تېل ورکوي؛ خو ویل کیږي د تېلو دغه زیرمې او تانکونه په معیاري توګه نه دي جوړشوي، چې خلکو ته یې د ګټې پر ځای  زیان ډېر دی.

ویل کیږي، چې د شته ستونزې د حل لپاره یوې منظمې تګلارې ته اړتیا ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …